د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۴۹
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ټاپې پروژې له اجرائیوي رئیس مراد امانوف، د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه ليدنه کې د ټاپي پروژې د روانو چارو په اړه خبرې وشوې او دواړو لورو د کارونو پر چټکتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي دلاور دا پروژه نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولو دخیلو هېوادونو لپاره ګټوره وبلله او زیاته یې کړه چې ټول افغانان د دې سترې اقتصادي پروژې ملاتړ کوي، او اسلامي امارت په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان هېواد ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان لېږدوي او په پلي کېدو سره به یې افغانستان د نورو ګټو تر څنګ په کلني ډول 400 میلیونه ډالر د ټرانزیټ له درکه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته