د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ازبکستان د BA holding کمپنۍ له رئیس سره و کتل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۸:۲۰
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ازبکستان د BA holding کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې و کتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو په ځانګړې توګه د سر تاسري ا منیت په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د BA holding کمپنۍ رئیس د اوسپنې په کانونو کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی د لېوالتیا هر کلی وکړ او همدا راز یې د بهرنیو کمپنیو لپاره د پانګونې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابر ولو په موخه ورسره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته