د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قرغزستان هېواد له پانګوال سره وکتل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۹:۵۴
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د قرغزستان د کان کیندنې ALLATOY کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
 نوموړي د کانونو او پټرولیم وزارت له سر پرست سره په لیدنې خوښي څرګنده کړه زیاته یې کړه: افغانستان او قرغزستان خورا زیاتې کاني زېرمې لري، زموږ کمپنۍ چمتو ده چې د پرمختللو تجهیزاتو او تجربو په لرلو  سره د کاني زېرمو په ځانګړې توګه د سرو زرو او انتیموني په برخه کې پانګونې وکړي .
همدارنګه زموږ کمپنۍ کولی شي چې د کان کیندنې په بېلا بېلو برخو کې افغان انجنیرانو ته عملي او تخنیکي زده کړې ورکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی دبرنامو او خبرو له اورېدو څخه وروسته وویل: د خوښۍ ځای دی چې په ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت شتون لري، د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي، د ټولو بهرنیو پانګوالو چې د کانې زېرمو په برخه کې پانګونه کوي موږ یې هرکلی کوو، کولی شي په ډاډه زړه، پوره روڼتیا سره د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته