د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا له رئیسې سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۲۱
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا له رئیسې آغلې داتو دوکتور شازلینا او مل پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او په نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست ترڅنګ د سرتاسري امنیت، د اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ، د افغانستان پراخه کاني زېرمو او د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او همدا راز یې د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ټول پانګوال کولای شي په ډاډ زړه او پوره روڼتیا سره د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.
د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا رئیسې او مل پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه همدا راز یې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانانو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په پای کې دواړو لورو د اړیکو او تعاملاتو په پراختیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۴۵
Background image

مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت نفرایټ ډبرو له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کان‌کېندنې اړوند سیمې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قشقري سیمې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یې دامو دریا نفتي حوزې اړوند قشقري سیمې څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال نوموړي د نفتو د استخراج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د آمو دریا نفتي حوزې زمرد سای سیمې څخه د نفتو استخراج پیل شو

د آمو دریا نفتي حوزې اړوند د زمرد سای سیمې له پنځو څاه‌ګانو څخه د نفتو استخراج پیل شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډ کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د کانونو. . .

بېرته خبرونه ته