د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په چین کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۲:۵۰
s

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې په چین هېواد کې دافغانستان له سفیر ښاغلي مولوي احمد ګل بلال کریمي سره وکتل او په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د لویو او کوچنیو کانونو د قراردادونو په اړه یې هراړخیزې خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست سربېره یې د امو دریا نفتي حوزې، د سمتي د سروزرو او دویم مس عینک کان د قراردادونو په اړه خبرې وکړې زیاته کړه: د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکټور کې د پانګونې شرایط روښانه دي او موږ د پانګونې لپاره فرصتونه را منځته کړي دي، چې یو له مهمو شرایطو څخه دا دی چې په هېواد کې دننه به سل سلنه پروسس کوي، په دې توګه ټول ملي او نړیوال پانګوال کولای شي د هېواد په کاني زېرمو کې پانګونه وکړي.
 د وزارت سرپرست همداراز د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې سمتي د سرو زرو کان، د کوچنیو او لویو کانونو د قراردادونو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
ورپسې په چین کې د افغانستان سفیر د امو دریانفتي حوزې او مس عینک کان د قراردادي کمپنیو له استازو سره د خپلو لیدنو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: چینايي پانګوال غواړي د افغانستان په کانونو کې لا زیاته پانګونه وکړي.
دغه راز هغه د استخراجي صنايعو د سکټور د پراختيا په موخه د ځينو مقرراتو پلي کول اړين وګڼل او ژمنه يې وکړه، چې د کان کیندنې په پروژو کې به د پانګونې په موخه چینايي پانګوالو د جلبولو په برخه کې له هيڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳۶
Background image

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې پیل شوې

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۷مه نېټه پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۷:۳۲
Background image

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د یاد ولایت د ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

بېرته خبرونه ته