د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد له یو تن جهادي شخصیت سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۱۱
12

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ددغه وزارت په مقام کې له یوتن جهادي شخصیت مولوي محمد سعید هاشمي سره وکتل.
ښاغلي مولوي محمد سعید هاشمي په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو، د کانونو او پټرولیم وزارت د کارونو او فعالیتونو ستاینه وکړه، په هېواد کې یې د بشپړ امنیت، د کانونو د پروژو او قراردادونو ستاینه یې وکړه، د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه یې د لا زیاتو رغنیزو پروژو د پیل غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت به په بېلابېلو برخو کې د شته امکاناتو په شتون کې د کار موندنې په موخه د قراردادنو لاسلیک په چارو کې روڼتیا، د اقتصادي پراختیا په برخه کې به له هیڅ رازهڅو څخه ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

بېرته خبرونه ته