د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات ولایت د ډبرو سکرو له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بند سبزک او نایک ډبرو سکرو کانونو څخه لیدنه وکړه.
د وزارت سرپرست په دغه سفر کې د کرخ ولسوالۍ بند سبزک او اوبې ولسوالۍ نایک ډبرو سکرو کانونو چارې له نږدې وڅارلې، د اړوندو شرکتونو استازو ته یې د استخراج، ټولنیزو خدماتو او روڼتیا په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې زیاته یې کړه: ټول قراردادي شرکتونه مکلف دي چې خپل کارونه په پوره روڼتیا او د قرارداد مطابق سرته ورسوي.