د کانونو او پټرولیم وزارت د منرالونو د تنظیم او کاډسټر ریاست ته نوی رئیس معرفي شو

sp_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۵:۱۹
س

د کانونو او پټرولیم وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزرا د حکم په اساس ښاغلی عبدالرحمن رحماني د 1403/8/13 نېټې د منرالونو د تنظیم او کاډسټر ریاست ته د نوي رئیس په توګه د وزارت د سترسلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي، د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج او د بشري سرچینو رئیس له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته ور و پېژندل شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس د معرفي کولو پر مهال د نوموړي د شخصیت په اړه معلومات ورکړل او په چارو کې یې ورته د الله (ج) له درباره څخه د بریالیتوب هیله وکړه.

په پای کې ښاغلي رحماني د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په خپلو چارو کې به له فساد سره مبارزه او ښه مدیریت په برخه کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته