د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې او همغږۍ کمېټې نوی رئیس معرفي شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د (۱۲۳) شمېرې د وړانديز او د ریاست الوزرا (۳۹۱۱) شمېرې د حکم په اساس د شنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۱/۶ نېټې مولوی نعمت الله عباس د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج او یو شمېر نورو رئیسانو په شتون کې د کانونو د ساتنې او همغږۍ کمېټې د نوي رئيس په توګه دیاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د مقام د دفتر عمومي رئیس د کانونو د ساتنې او همغږۍ کمېټې نوي رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ وویل: په اداراتو کې بدلون یو اصل دی او هر مسوولیت یو امانت دی. دغه راز یې د مخکیني رئیس د کارونو ستاینه وکړه او نوي رئیس ته یې په چاروکې د بریالیتوب هیله وکړه.
د کانونو د ساتنې او همغږۍ کمېټې نوي رئيس ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به په پوره روڼتیا او د هېواد شته قوانینو په پام کې نیولو او د وزارت د مشرتابه سره په همغږۍ ترسره کوم.