د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ نوی رئیس معرفي شو

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۱۳
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴مه نېټه، ښاغلی محمود الهام د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ د رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د نوموړي د پېژندنې په غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس مولوي احمد ضیاء خاکسار او یو شمېر نورو رئیسانو ګډون کړی و. د کارکوونکو چارو رئیس د پخواني رئیس د کړنو مننه وکړه او ښاغلي الهام ته یې د نوې دندې مبارکي ور کړه، نوموړي زیاته کړه: "په ادارو کې بدلون او تبدیل یو اصل دی، نو د مقاماتو د لارښوونې او امر سره سم به د ملت خدمت ته دوام ورکوو."
د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ نوي رئیس ژمنه وکړه، چې خپلې ورسپارل شوې دندې به د هېواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې په بشپړ اخلاص او روڼتیا سره د وزارت له رهبرۍ سره په همغږۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

بېرته خبرونه ته