د داوطلبۍ خبرتیا

kamran2_admin
logo

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د تور غنډۍ سیمې(20) ټنه نفرایټ ډبرې، چې د وزارت او شرکت سهم دي، دعلاقمندانو د خبرتیا په موخه د 1404/05/16 نېټې څخه تر 1404/05/20 نېټې پورې د پنځو ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
لېواله شرکتونه کولای شي خپل غوښتنلیکونه د یادې شوې مودې په اوږدو کې د منرالونو د تنظیم او کاډسټر لوی ریاست ته وړاندې کړي. وروسته د شرط پاڼې له کتلو کولای شي د ټاکل شوي قیمت په بدل کې شرط پاڼه لاسته راوړي.
همدارنګه غوښتوونکي باید د داوطلبۍ په ورځ لس زره (10000) امریکايي ډالره په فزیکي ډول له ځانه سره ولري بغیر له دې څخه په داوطلبۍ کې د ګډون حق نه لري.
ګټوونکي شرکت مکلف دی، چې د رویالټي ټاکل شوې اندازه پیسې د دریو(3) کاري ورځو په موده کې تحویل کړي، بغیر له دې د داوطلبۍ د تضمین پیسې بېرته نه ورکول کېږي.
د اعلان نېټې د پای ته رسېدو څخه وروسته نورغوښتنلیکونه نه منل کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۳:۲۱
Background image

د کوچني مقیاس کان کیندنې د داوطلبۍ خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچني مقیاس کان کیندنې ۵ پروژې، چې ځانګړتیاوې یې په لاندې جدول کې یادې شوي دي، د علاقه‌مندانو د خبرتیا لپاره اعلان ته سپاري.
لېواله کسان کولای شي، چې خپل . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د وزارت برخه(۹۱۸۲. ۱۵۷۳) ټنه سرب او جست د۱۴۰۵/۰۶/۲۲ نېټې څخه د(۱۰) ورځو لپاره د داوطلبۍ په . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور خبرتیا

د کونړ ولایت د کانونو ریاست په پلان کې لري، چې مرکز اسعد اباد د منډه کول سیمې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په مارکېټ کې یو اندازه قیمتي ډبرې راتلونکې سه شنبې د ١٤٠٥/۶/۲۴ هـ.ش چې د ١٤٤٨/۴ . . .

Back to tenders