د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
news

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو او د الفلاح العالمي سمنټو کارخونې څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
د دغې ارزونې موخه د کانونو د اکتشاف او معیاري استخراج بهیر څېړل، د کان‌کېندنې پر وړاندې د شته ستونزو پېژندل او د روانو فعالیتونو څارنه او ارزونه وه. همدارنګه د استخراج پر مهال د کانونو د ساتنې، په تړونونو کې د شویو ژمنو د عملي کېدو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
دغه راز، د ارزونې پر مهال د استخراج د معیاري اصولو پر عملي کېدو، د کارکوونکو پر خوندیتوب او د کاني سرچینو پر اغېزمنې ساتنې ټینګار وشو، څو د کان‌کېندنې چارې په منظم، خوندي او معیاري ډول پرمخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۲۵
Background image

د جنوب لوېدیځې حوزې د کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې د رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس په مشرۍ پلاوي د جنوب لوېدیځې حوزې زابل، کندهار، دایکندي، روزګان او هلمند ولایتونو د کانونو د ریاستونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د ازبکستان جمهوریت له سفیر اویبیک عثمانوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
پ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د جبل‌السراج د سمنټو د دویمې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٥ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ١٨مه نېټه د جبل‌السراج د سمنټو د دویمې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په همدې مناسبت د. . .

بېرته خبرونه ته