د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال سره وکتل

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۲۲:۳۶
*د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال سره وکتل*

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ الحدیث عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د ښه ګاونډیتوب د اړیکو پر پیاوړتیا، د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو، د هرات - مزار شریف د اوسپنې پټلۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د پالیسي او برنامو مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، د کانونو او پټرولیم وزارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې مناسب چاپېریال برابر کړی او افغانستان د کانونو په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو پراخې زېرمې لري. نوموړي له ایراني پانګوالو وغوښتل، چې په یادو برخو کې د پانګونې له فرصتونو ګټه واخلي.
*نوموړي همدا راز ټینګار وکړ، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند د سفر پر مهال لاسلیک شوې هوکړې باید عملي شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا لپاره زمینه برابره او په راتلونکو همکاریو کې د ځنډ مخنیوی وشي*.
په ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال افغانستان ښه ګاونډی وباله او د دواړو هېوادونو اړیکې یې لرغونې وبللې. نوموړي وویل، چې ایران چمتو دی له افغانستان سره د اقتصادي، کانونو د استخراج او نورو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۲۲:۳۶
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ الحدیث عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۲۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۴.۸ درجې په کچه زلزله ثبت کړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د سایزمیکي مرکز د ثبت شوو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۳مه نېټه، د شپې شاوخوا ۱۲ بجو او ۵۷ دقیقو، د ۴.۸ درجې په کچه زلزله ثبت شوې ده.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۵.۲ درجې په کچه زلزله ثبت کړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د سایزمیکي مرکز د ثبت شوو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۸مه نېټه، د سهارشاوخوا ۶ بجو او ۲۹ دقیقو، د ۵.۲ درجې په کچه زلزله ثبت شوې ده.

د. . .

بېرته خبرونه ته