د مس عینک  کان نړیوال سمپوزیم د دې کان د لرغونو سیمو د ساتلو او د هغې د پرمختګ په اړه پیل شو

Feroz_momp
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۶:۲
news

نړیوال ګډ سمپوزیم د مس عینک د کان د پخوانیو سیمو د پرمختګ اوانکشاف  پخاطر پیل شو چې په ‌دغه سمپوزیم کې د کانونو اوپټرولیم وزارت محترمې وزیرې اعلی نرګس نهان هم ګډون درلود، چې نوموړۍ سمپوزیم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرستی وزیرې محترې حسینه صاقی د وینا په پیل سره رسماً پیل شو.  

په دغه برنامه کې چې د کانونو اوپټرولیم وزارت درهبرۍ لوړو مقاماتو، داطلاعاتو او کلتور وزارت مقاماتو، د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت نمائنده ګانو، د خارجي ټولنو کارپوهانو، د کابل او پولی تخنیک پوهنتونونواستادانو، د مدني ټولنو فعالانو، حکومتي سلاکارانو، د کانونو سکتور نمایئنده ګانو ګډون درلود د سرینا د جرګو په تالار کې وړاندې شو.

محترمې اعلی نرګس نهان په خپلو خبرو کې د دې سمپوزیم په اړه وو ویل چې د مربوط وزارتونو د کار اوزیار په نتیجه کې نوموړۍ سمپوزیم برابر چه هدف یی د هیواد د ملی سرمایو یعنی د مسو د کان او د هیواد د لرغونو اثارو څخه ساتنه وشي.

اعلی نرګس په نوموړي برنامه کې ګډونوالو ته د خپلو ویناوو په ترڅ کې د مسو د کان کېندنې، په ورته وخت کې د کان څخه د ساتنې، د ښکاره شویو برخو د کان او په همدا ډول د نورو تخنیکي پارامیتریکونو په برخه کې د دې لرغونو اثارو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې د سمپوزیم په اوله ورځ رهبري هیئت د مس عینک د لرغوني کان څخه چې په لوګر ولایت کې پروت دی لیدنه وکړه چې د دې پروژې د مشکلاتو او کړنو په خاطر یې نظرونه سره تبادله کړل.

د یادونې وړ ده چې پخواڅخه یې د MCC-MJAM کمپنی سره د مس عینک د کان د تړون په اړه خبرې کړي، چې د وخت په نظر کې نیولو سره سم به په حقوقي، تخنیکې، مالی اومحیطي برخو کې ورسره خبرې کړي چې تراوسه پورې یې مثبته پایله درلودلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته