د استخراجي صنایعو په سکټور کې د ښې حکومتدارۍ د پراختیا لپاره د معلوماتو بحث او خپرول

Feroz_momp
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۸:۴۴
news

کانونو او پټرولیم وزارت د زده کړې ورکشاپ چې (افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د ښې حکومتوالۍ وده) ترعنوان لاندې د دې وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال ښاغلی ولی ځدراڼ د ریاست تر څارنې لاندې په لاره اچولۍ وو.

دغه ورکشاپ د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا د دغه وزارت د موزیم په تالار کې جوړ شوی ؤ، چې مالي لګښت یې د GIZ په غاړه ؤ. او همدارنګه په دغه ورکشاپ کې د مالیې وزارت نماینده ګانو، تجارت، خصوصی سکتورونو، مدني ټولنو او  GIZ موسسې غړو هم ګډون درلود.

ښاغلی ځدراڼ د AEITI نویو میعیارونو چې د 2019 م کال لپاره مقایسوي راپور د شپږم ګروپ له څو خواوو نه( (MSG، د مفتشینو د شپږم راپور د کړنو په باره کې بحث وکړلو او شریکانو( مالیې وزارت، تجارت او صنایعو، مدني ټولنو، خصوصی سکتور) نه یې وغوښتل ترڅو د دقیقو معلومات او ارقام د هېواد ټولو ګډو طرفونو د استخراجې صنایعو سره د روڼوالي اوابتکار لپاره همکاري وکړي، ترڅو د افغانستان د AEITI دعضویت لپاره یې کمک کړی وي.

او همدارنګه په دغه برنامه کې ګډونکو په ګروپي او یواځې ډول سره خپل نظرونه دممکن ضروري پرمختګونو او د استخراجي صنایعو د پاره د شفافیت، ابتکار او په بعضې نورو مسأیلو باندې خپل نظرونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته