د کانونو او پټرولیم وزیر تاتارستان جمهوریت ته په رسمي سفر روان شو

د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا د تاتارستان جمهوریت په رسمي بلنه یاد هېواد ته په سفر روان شو.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی وزیر صاحب به په دې سفر کې د تېلو او ګازو د صنعت د راتلونکي پراختیا، نوښتګرو لارو چارو غونډه کې ګډون وکړي. همداراز به یاد پلاوی د کازان ښار د تېلو، ګازو او کیمیا نندارتونونو څخه د لیدنې سربېره د تاتارستان له لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او د بېلابېلو صنعتي کارخونو او پروژو څخه به هم کتنه وکړي.