د کانونو او پټرولیم وزیر د ننګرهار ولایت د تالک کان تړون لاسلیک کړ
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ١٤٠٥ لمریزکال د وږي میاشتې په ١٨مه نېټه د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د کودې خېلو سیمې د تالک اول بلاک تړون له نبي افغان د کانونو د استخراج او پروسس شرکت سره لاسلیک کړ.
یاد کان چې ٦.٩٨٨٢٨٤ کیلو مټره مربع مساحت لري د ١٤٨٦٢٦٠٠ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ٣٠ کلونو لپاره لاسلیک کړ.
د یادونې وړ ده چې قراردادي شرکت به د تړون له مخې د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ٩٠٠٠٠٠ امریکایي ډالره لګوي او همدارنګه به د یو ټن په بدل کې ١٩٧٠ افغانۍ رویالټي اسلامي امارت ته ورکوي سربېره پر دې به د پروژې په عملي کېدو سره شاوخوا ٣٧٠ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د دغه تړون لاسلیک د هېواد د طبیعي زېرمو د پراختیا، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د کانونو د برخې د لا پیاوړتیا په برخه کې یو بل مهم ګام بلل کېږي.
