د کانونو او پټرولیم وزیر د ننګرهار ولایت د تالک کان تړون لاسلیک کړ

kamran_admin
Wed, Sep 09 2026 5:50 PM
د کانونو او پټرولیم وزیر د ننګرهار ولایت د تالک کان تړون لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ١٤٠٥ لمریزکال د وږي میاشتې په ١٨مه نېټه د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د کودې خېلو سیمې د تالک اول بلاک تړون له نبي افغان د کانونو د استخراج او پروسس شرکت سره لاسلیک کړ.
یاد کان چې ٦.٩٨٨٢٨٤ کیلو مټره مربع مساحت لري د ١٤٨٦٢٦٠٠ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ٣٠ کلونو لپاره لاسلیک کړ.
د یادونې وړ ده چې قراردادي شرکت به د تړون له مخې د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ٩٠٠٠٠٠ امریکایي ډالره لګوي او همدارنګه به د یو ټن په بدل کې ١٩٧٠  افغانۍ رویالټي اسلامي امارت ته ورکوي سربېره پر دې به د پروژې په عملي کېدو سره شاوخوا ٣٧٠ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د دغه تړون لاسلیک د هېواد د طبیعي زېرمو د پراختیا، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د کانونو د برخې د لا پیاوړتیا په برخه کې یو بل مهم ګام بلل کېږي.

Latest news

Tue, Sep 08 2026 8:20 PM
Background image

Shirzad District Talc Mine Contract Signed

 Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, on September 8, 2026 signed the contract for the second block of the Talc Mine located in the Kudi Khel area of Shirzad. . .

Tue, Sep 08 2026 3:53 PM
Background image

Nangarhar Talc Mine Contract Signed

 Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, signed a contract for the Talc Mine located in the Shinwari area of Spin Ghar District, Nangarhar Province, on Tuesday,. . .

Mon, Sep 07 2026 10:20 AM
Background image

Contract Signed for Monitoring and Consultancy Services for the Amu Darya Oil Basin

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum signed, contracts for the provision of monitoring and consultancy services for the Amu Darya Oil Basin, as well as for the. . .

BACK TO NEWS