د داوطلبۍ خبرتیا

kamran2_admin
د داوطلبۍ خبرتیا

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په نیمروز ولایت کې قاچاقي نیول شوي کاني ډبرې، د ۱۴۰۵/۰۶/۰۷ نېټې څخه د لس (۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري:
•    (۲۵.۳۵۰) کیلو ګرامه بریل(اکوامارین)؛
•    (۲۹.۵۵۰) کیلو ګرامه ګوشینیت د ګچ او اپیدوت سره؛
•    (۴۳.۷۵۰) کیلو ګرامه هایوئین؛
•    (۱) کیلو ګرام ګارنیت الماندي؛
•    (۰.۸۰۰) کیلو ګرامه هکمانایت؛
•    (۰.۱۵۰) کیلو ګرامه اپیدوت؛
•    (۲۸.۱۰۰) کیلو ګرامه سپوډمین (کنزایت) د ګوشینیت او ګچ سره؛
•    (۱۳۹) کیلو ګرامه کنزایت.
د یادونې وړ ده چې د قیمت ټاکلو کمېټې د پرېکړې له مخې، د پورته یادو شویو کاني ډبرو لومړني قیمتونه د هر کیلو ګرام له مخې په لاندې ډول ټاکل شوي دي: اکوامارین(۱۱۸) امریکایي ډالر، ګوشینیت د ګچ او اپیدوت سره(۲۰) امریکایي ډالر، هایوئین(۴۸۰) امریکایي ډالر، ګارنیت الماندی(۸۰) امریکایي ډالر، هکمانایت(۱۰۰۰) امریکایي ډالر، اپیدوت (۷۰) امریکایي ډالر، سپوډمین(کنزایت) د ګوشینیت او ګچ سره(۲۰) امریکایي ډالر او کنزایت(۵۸) امریکایي ډالر، یا د ورځې د نرخ له مخې معادل افغانۍ ټاکل شوی دی.
لېواله شرکتونه چې غواړي یادې شوې کاني ډبرې له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړه قیمت اخلي، خپل غوښتنلیکونه دې د کاډستر او تړونونو د پلي کولو عمومي ریاست ته وسپاري او د ټولیز قیمت لس(۱۰) سلنه نغدې پيسې د بانکي ضمانت لیک په توګه د داوطلبۍ په ورځ له ځان سره ولري.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۴۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په نیمروز ولایت کې قاچاقي نیول شوي کاني ډبرې، د ۱۴۰۵/۰۶/۰۷ نېټې څخه د لس (۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري:
•    (۲۵.۳۵۰ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سر سرخک سیمې د وزارت برخه(۲۷۵۸.۹۸۷) ټنه سرب او جست د ۱۴۰۵/۰۶/۰۷ نېټې څخه د(10) ورځو لپاره د داوطلبۍ په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۳:۸
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا


د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل سیمې د وزارت برخه(۲۸۵۲.۴۵۵) ټنه سرب او جست د ۱۴۰۵/۰۶/۰۵ نېټې څخه د ۱۰ ورځو لپاره د داوطلبۍ په . . .

Back to tenders