د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د آفچین کمپنۍ له مشرتابه سره وکتل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۲:۳۴
ss

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افچین کمپنۍ له مسوولینو سره په کتنه کې د یادې کمپنۍ د وروستیو پرمختګونو او فعالیتونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل، د کارونو د چټکتیا او ښه والي په موخه یې د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدې، د ستونزو د هواري او نورو اړوندو برخو ته د رسېدو په موخه یې هغوی ته ډاډ ور کړ.
دغه راز په دې غونډه کې د افچین قراردادي شرکت له خوا د امو دریا نفتي حوزې د قرارداد اړوندو سیمو ته د اړتیا وړ ۱۵۰ ټنه ډیزل تېلو، چې ۱۲۰ ټنه یې د قشقري او انګوت او ۳۰ ټنه نور د زمردسای سیمې اړوند دي، د افچین کمپنۍ د با صلاحیته مسؤلینو په شتون کې یې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې آفرګشایي ترسره شوه.
په پایله کې د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د مناسبې بیې په وړاندې کولو سره د ګټونکي په توګه اعلان شو.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست پر روڼتیا، د ژمنو سره سم د ټولنیزو خدمتونو پر پلي کېدو او د دغه ولایت ځوانانو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۹:۳۶
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ۷مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۱۹
Background image

د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري له لوري یو کلن راپور وړاندې شو

د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې چې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د مقام د دفتر عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۱:۲۵
Background image

د درېیم او څلورم بستونو کارکوونکو د یو کلنو کړنو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د ارزونې ټاکل شوې کمېټې د ملکي خدمتونو د لارښوونې او کړنلارې پر بنسټ، د اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي ریاست د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د شنبې. . .

بېرته خبرونه ته