د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایتالله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د قطر هېواد سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د سیاسي او اقتصادي اړیکو او همداراز د افغانستان د کاني زېرمو، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو په برخو کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې وکړې او د خامو نفتو د معیاري تصفیې خونې د جوړولو پر څرنګوالي يې بحث وکړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر په یادو برخو کې د قطر هېواد د لېوالتیا هرکلی وکړ او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ.
