د کانونو او پټرولیم وزیر د لغمان له والي سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې د لغمان ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره وکتل.
په دې کتنه کې د لغمان والي د کانونو او پټرولیم له وزیر سره د یادو ولایت د کانې زېرمو د کیندنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې نوموړي د یاد ولایت د خلکو وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
ښاغلي وزیر صاحب د لغمان ولایت والي ته ډاډ ورکړ، چې دیاد ولایت خلکو ته به د کاني زېرمو په برخه کې لا زیات کاري فرصتونه رامنځته شي، نوموړي د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.
