اد کانونو او پټرولیم وزارت کې د مشورې ورکولو میکانیزم رامنځته کول

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۸:۱۵
ه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ د 5/6/1402 نېټې د وزارت له کارمندانو سره چې د ماسټري تر کچې یې زده کړي ولیدل.

په دغه لیدنه کې چې تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي، مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، او د وزارت یو شمېر ریئسانو ګډون درلود، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ټولو کارمندانو ته په خپلو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د وزارت د دوه کلنو کړنو په هکله یې خبرې وکړېاو زياته يې کړه: د مشورې ورکول کمېټې جوړول یوه اړتیا ده او د وزارت د چارو سرته رسولو لپاره اړین رول لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د مشورې ورکول میکانیزم جوړول چې له لسو کمېټو د کانونو پراختیا، د کانونو استخراج، جیولوجي کانونو ، MIS، د کانونو اقتصاد، اداري او حقوق، نړیوالې اړیکې، GIS، کیمیاوي ټکنالوجي، چاپیریال ساتنې او نفت ګاز  په ريشتو کې کولی شو چې ټولې ستونزې حل کړو، همدارنګه ويې ویل چې د يادې کمېټې غړي به په هره اونۍ کې غونډه جوړوي او خپلې غوښتنې او نظریات به یاداښت کوي او اداري غونډې ته به يې وړاندې کوي.

په پای کې د وزارت سرپرست د يادې کمېټې د فعاليتونو په چټکتيا باندې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته