افغانستان خاورې ته د ټاپي پروژې د اړینو تجهیزاتو او نللیکو د انتقال لپاره د موقت بندر د جوړېدو په اړه غونډه وشوه

sp_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۳:۵۶
h

افغانستان خاورې ته د ټاپي پروژې د اړینو تجهیزاتو او نللیکو د انتقال لپاره د موقت بندر د جوړېدو په اړه غونډه وشوه

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي د ګازو نللیکې د ساختماني چارو د پېل په موخه د چارو د انسجام په لړ کې د افغانستان خاورې ته د تجهیزاتو او نللیکو د لېږد لپاره د افغانستان-ترکمنستان په سرحدي سیمې اسلیم چشمه کې د یوه موقت بندر د جوړېدو په اړه د افغانستان او ترکمنستان د اړوندو ادارو د استازو ترمنځ د ترکمنستان په سرحدآباد کې غونډه وشوه.

دواړو لورو د موقت بندر پر تخنیکي جزئیاتو تفصیلي خبرې وکړې. افغان لوري د بندر د جوړېدو لپاره خپل بشپړ چمتووالی وښود.

همدارنګه تر غونډې وروسته افغان او ترکمن پلاويو د جوړېدونکي بندر ساحه او هم د ترکمنستان په سرحدآباد کې د ټاپي لپاره د انتقال شویو نللیکو او تجهیزاتو د انبار ساحه له نږدې وکتله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته