برقي انرژی پرمختګ له طبعی ګاز (بیات پاور) څخه

Feroz_momp
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۸:۴۰
خبر

برقي انرژی تولید دستګاه د جوزجان ولایت د شبرغان ښار په یتیم تاق سیمه کې موقیعیت لري چې د دې ښار د طبعي ګاز څخه د ۴۲ میګا واټه په اندازه برق تولیدوي، نوموړي پروژه د خصوصي سکتور د پانګې اچونی له لارې ګټې اخېستنی ته ورکړل شوي.

د دې پروژې قرار داد له بیات پاور شرکت سره د ۵ کالو لپاره تړل شوی، چې ددې قرار داد له مخې به بیات پاور له طبعي ګاز څخه برق تولید وي، ضرورتي ګاز به د افغان تصدی دولتی ګاز له پلوه تأمین او له هغه څخه تولید شوی برق به په برشنا شرکت باندې خرڅوي.

پدې پروژه کې د کانونو او پټرولیم وزارت عمده مسئولیتونه:

- قرارداد تراخره پورې د ضرورت له مخې  ګاز تأمینول د برق د تولید پخاطر

- د یتیم تاق ګازلرونکو ساحو پراخوالۍ، د څاه ګانو کېندل، ګاز پروسس او تصفیه

- نیازمندانو ته د ضرورت په اندازه د برق ورکړه

کانونو او پټرولیم وزارت په سلو کې ۷۰٪ څخه زیات عمده مسئولیتونه د پروژې د وظایفو د تقسیم له مخې په کار اچولي. د یادونې وړ ده ، چې د پروژې د مشکلاتو د حل پخاطر یې تخنیکي ټیمونه جوړ کړي ترڅو د اونییو په جریان کې ورسره ګډې ناستې ولري، چې مدیریت یې د همدې وزارت تر څارنې لاندې کیږي. د نوموړي پروژې ټولې چارې به په نږدې راتلونکي کې  ډیر ژر تکمیل او ګټې اخېستنی ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته