ترکمنستان ته د کانونو او پټرولیم وزارت د هيئت سفر

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۵:۳۵
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي او ورسره مل پلاوي د 11/7/1401 نېټې په دوه ورځني سفر ترکمنستان هیواد ته سفر وکړ او هلته یې د ټاپي پروژې له مشرتابه او مسوولینو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال د ټاپي پروژې له اجرایوي رئیس ښاغلي محمد مراد امانوف او د هغه له کاري ټیم سره په هرات ښار کې د ګازو د وېش شبکې د پلان، مصرف او طرحې په اړه د ترکمن ګاز په مقام کې سره وکتل او خپل نظرونه یې سره شریک کړل. چې د ټاپي پروژې اجرائيوي رئیس په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او همدارنګه یې د کانونو او پټرولیم وزارت له پلاوي وغوښتل چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه دې ژر تر ژره د ګازو د وېش په شبکه کار پیل کړي.
په پای کې د وزارت تخنیکي مرستیال د ټاپي پروژې د عملي پلان د پيل او یا د تقسیم اوقات د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه چې د ټاپي پروژې د مشرتابه له خوا ومنل شوه او ژمنه یې وکړه چې په دوو اونیو کې به دغه وزارت ته وسپاري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته