د تخار ولایت د سمتي سرو زرو کان په اړه د معلوماتي غونډې تر سره کول

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۱۲:۳۲
ww

د تخار ولایت د سمتي سرو زرو کان باندې له داوطلبۍ مخکې معلوماتي غونډه نن شنبه د 19/1/1402 نېټې د وزارت په مقام کې تر سره کړه.
په پیل کې د لویو کانونو سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر احمد سمیر وفا د دغه ولایت د سمتي سرو زرو پروژې په اړه خبرې وکړې او ورپسې د لویو کانونو تخنیکي کارپوه انجنیر شمس الرحمن شاکر له خوا په شرایطو وړ شرکتونو استازو ته د پرزنټیشن له لارې د یادې پروژې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول. 
د غونډه د ګډونوالو پوښتنو ته په ځواب ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته