د زمري ۷مه د ملي بيرغ ورځ مو مبارک شه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۹:۳
بلب

د ملي بيرغ ورځې نمانځل د هیواد ملي هویت او ارزښتونو نمانځل دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه: د ملي بیرغ ورځ د هیواد د وګړو د یووالي او خواخوږۍ سمبول بولي او د افغانستان ټولو خلکو ته د دغې ورځې مبارکي ورکوي.

د هیواد د ملي بیرغ لاندې خدمت کول د بیدارۍ ، مبارزو ، د ناموس څخه دفاع او د افغانستان د اساسي قانون ارزښتونو ساتل او د هیواد اقتصادي ودې لپاره د سرچینو مؤثره کارونې نښه ده.

د ملي بیرغ ورځ د افغانستان د خلکو د مینې، آزادۍ او د ټولو متجاوزو ډلو پر وړاندې د ښې مبارزې سمبول دی او د درې رنګه ملي بیرغ په پورته کولو سره به موږ د تلپاتې سولې او ثبات تضمین لپاره هلې ځلې وکړو چې تر څو زموږ د ګران هیواد وګړي ثبات او امنیت سره ښې ورځې ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۳۶
Background image

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې پیل شوې

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۷مه نېټه پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۷:۳۲
Background image

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د یاد ولایت د ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

بېرته خبرونه ته