د سروبي ولسوالۍ له مشرانو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۴:۳۹
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ 19/2/1402 نېټې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له مشرانو او مخورو سره د وزارت په مقام کې ولیدل.
په دې ناسته کې د يادې ولسوالۍ مشرانو او مخورو د جګدلک سيمې د تورغر یاقوت کانونو په اړه خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل او د هېواد د نافذه قوانينو له مخې يې د حل غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو د حل په برخه کې د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د کان کېندنې د مسلکي کولو له قانون او طرزالعمل سره سم به د دوی غوښتنې پوره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته