د سرپل له والي سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۴:۳۴
232

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د دوشنبې په ورځ 1/3/1402 نېټې  د سرپل ولایت له والي محترم ملا عبدالرحمن اکه سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د سرپل والي د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د سرپل ولایت د کاني زیرمو په ځانګړي ډول د قشقري د نفت پروژې په اړه خبرې او نظرونه سره شریک کړل. 
د سرپل والي د دغه ولايت د خلکو ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې او همدارنګه یې د قشقري د نفت پروژې د تطبيق، ټولنيزو خدمتونو او د دغه ولايت خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په اړه يې خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سرپل والي ته ډاډ ورکړ، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د جوماتونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو د جوړولو، له قرارداد شوې سیمې څخه د دغه ولایت تر مرکز پورې د 12 کیلومتره حلقوي سړک جوړول تر څنګ به نورو خدمتونه هم تر سره شي. او همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه هڅه کوي چې د خپلې وس مطابق د دغه ولایت ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته