د سیمه یزو خدمتونو عمومي مدیریت د کیندنې دوه دستګاه وو فعالیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۲:۸
۱۲۱

د کیندنې او اکتشاف دوه دستګاه وې HYDX-4 له ټولو اړوند وسایلو سره د کانونو او پټرولیم وزارت د سروي او جیولوجي معینیت له لورې (14625337) افغانیو په ارزښت د چین هېواد څخه و پلورل شوې د سیمه یزو خدماتو عمومي مدیریت له لورې فعالې او ګټه اخیستنې ته چمتو شوې.
یادې دستګاه وې د هېواد د کانونو دا اکتشاف په برخه کې د سمې څېړنې په موخه او همدارنګه د وزارت  تخنیکي پرسونل ټیم ته د زده کړو لپاره چمتو شوي چې د کیندنې ظرفیت یې له 800 څخه نیولې تر 1000 مترو او د 30 څخه تر 90 درجې زاويې پورې د کیندنې چټکتیا درلودونکې ده او په سختو ډبرو کې له 0.5  څخه تر 4 مترو پورې نرمو ډبرو ته تغیر کېدونکې ده.
همدارنګه د یادې دستګاه د کیندنې په برخه کې د چارومخته وړلو په موخه 18 تنو ته فني زده کړې ورکړل شوې، او د کانونو هغه قراردادي شرکتونه چې په دې برخه کې د اکتشاف او یا هم د کیندنې په برخه کې علاقمندي ولري د کاني موادو (ژوروالی، پلنوالی، پراختیا) او د ( منرالونو جوړښت او د موادو فیصدي) کیفیت معلومولو لپاره په ښه زیرکتیا او لږ قېمت سره ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته