د قرغزستان هېواد پانګوال د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

urgent_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۳:۰
س

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د شنبې په ورځ د 30/4/1403 نېټې د قرغزستان د کانونو وزارت پخواني مرستیال او پانګوال الماس بېک او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې د قرغزستان هېواد پانګوال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته مبارکي ورکړه او په ورسپارل شویو دندو کې یې ورته د لا بریالیتوب هیله وکړه، دوی همدا راز د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د پانګونې په برخه کې د مناسب چاپېریال او سرتاسري امنیت برابرولو له کبله خوښي څرګنده کړه او د افغانستان د سرو زرو، انتیموني او تیلو کانونو کې یې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه. د هېواد د کانونو د قانون او طرزالعمل مطابق به دوی سل په سلو کې په افغانستان کې دننه پروسس کوي، دوی دغه راز ژمنه وکړه، چې په یاد هېواد او افغانستان کې دننه به د انجنیرانو او د وزارت د کارکوونکو د پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست په يادو کانونو کې د پانګونې په موخه د دوى د لېوالتيا هرکلی وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې به د پانګونې د زمينې په برابرولو په برخه کې له دوى سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته