د لوګر ولایت د کانونو له ریاست څخه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین د لاور او مل پلاوي د لوګر ولایت د کانونو ریاست له کارمندانو سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې چې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي عنایت الله هم ګډون درلود، په پیل کې مولوي نقیب الله چې د کانونو او پټرولیم وزارت د 3/5/1402 نېټې د ۱۴ شمېرې وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا محترم محترم مقام د 380 شمېرې حکم په اساس په دویم بست کې د 15/5/1402 نېټې د لوګر ولایت د کانونو د رئیس په توګه د یاد ریاست کارمندانو ته ور پېژندل شو.
د لوګر ولایت د کانونو ریاست نوي رئیس په خپلو خبرو کې د وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ یې ژمنه وکړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه او د یاد ریاست د کارمندانو په همکارئ به د یاد وزارت د پلان او برنانو په پلي کولو کې له هیڅ ډول هڅې او کوښښ څخه تېر نشي.