د لویو کانونو د چارو تنظیم رئیس معرفي شو

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۲:۵۳
صض

ښاغلی انجنیر امید خُرم د کانونو او پټرولیم وزارت د 28/9/1444 نېټې 200 شمېرې پیشنهاد او د ریاست الوزراء لوی مقام 17/10/1444 نېټې 3632 شمېر حکم په اساس د کانونو او پټرولیم وزارت د لویو کانونو د چارو تنظیم رئیس په توګه ګمارل شوی و. چې نن د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري د یو شمېر رئیسانو په ګډون د یاد ریاست کار کوونکو ته ورمعرفي کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د لویو کانونو د چارو تنظیم رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ په ټولو ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د لویو کانونو د چارو تنظیم نوي رئیس د یاد وزارت له مشرتابه څخه د باور کولو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د اړوندو چارو د پرمخ بیولو لپاره به له خپلو همکارانو سره هر اړخیزې هڅې وکړم.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته