د میدان وردګ ولایت د یاقوتو کان داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۸:۳۳
سس

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د شاه کابل خورد، کبود یاقوتو داوطلبي د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې د وزارت په مقام کې ترسره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یادې سیمې یاقوت چې مخکې یې د داوطلبۍ لپاره اعلان ته سپارلي ول، د یوشمېر رئیسانو، ټاکلي پلاوي او هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو په ارزونې کې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي ول د یوې رڼې پروسه په ترڅ کې یې داوطلبي ترسره شوه.
په دغه داوطلبي کې د امان عرفان دراني شرکت چې 59 سلنه به اسلامي امارت ته ورکوي د میدان وردګ ولایت د کبود یاقوتو ګټونکی اعلان شو.
د یادونې وړ ده چې د یاد کان مساحت 0.254997 کیلومټره دی او د پنځو کالولپاره په قرار داد ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته