د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو له استازو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۳:۳
www

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پلان او پالیسي مرستیال شېخ ضیاءالرحمن الاریوبي او د جیولوجي سروې مرستیال انجنیر نورالله ستانکزي په ګډون د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو له یو شمېر استازو سره د چهارشنبې په ورځ د 16/9/1401 نېټې ولیدل.
په پېل کې د شرکتونو استازو د نفرایټ ډبرو د استخراج څرنګوالي په اړه د وزارت مشرتابه ته لنډ معلومات وړاندې کړل. او همدارنګه یې د کان کېندنې د ښه والي په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه ورته وویل. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته یې ورسره د  همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته