د ننګرهار ولایت د نفرايټ ډبرو او د تخار ولايت د مالګې کانونو داوطلبي تر سره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۴:۴۲
۱۲۳

د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د توره تنګي په سیمه کې د نفرایټ کان او د تخار ولایت د نمک اب ولسوالۍ د تاقچه خانې په سیمه کې د مالګې کان  داوطلبۍ د سه شنبې په ورځ 1402/1/22 نېټې د رسنیو په وړاندې  په شفاف توګه ترسره کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د نفرايټ او مالګې کانونن چې مخکې د داوطلبۍ لپاره اعلان ته سپارلي وو  د نن يې وزارت د پلان او پالیسي ، مالي او اداري او د جيولوجي سروې مرستيالانواودکادستررئیس ۔ دټاکلي هيئت او د هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې يې د داوطلبۍ شرايط پوره کړي وو په شفافه توګه د رسنيو په وړاندې داوطلبي تر سره کړه 
په دې داوطلبۍ کې د علیم شاه بابا کان کیندنې شرکت في ټن د (3000000) افغانۍ قيمت په وړاندې کولو سره د ننګرهار ولایت د توره تنګي سیمې د نفریت کان او د پامیر کام کان کیندنې شرکت في ټن د (2500) افغانۍ قیمت په وړاندې کولو سره د تخار ولایت د تاقچه خانې سیمې د مالګې کان ګټونکي اعلان شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته