د هېواد په دولسو ولایتونو کې د شکایتونو اورېدلو صندوقونه نصب شول

kamran2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱/۱ - ۳:۱۴
امج

د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د اړوندو ستونزو ته د لا ښه رسېدو په موخه، د بدخشان، تخار، کندز، فاریاب، جوزجان، سرپل، مزار شریف، سمنګان، بغلان، پروان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو د کانونو ریاستونو کې د شکایتونو د اورېدلو صندوقونه نصب کړل.  
هېوادوال کولای شي خپل شکایتونه د کانونو د قاچاق، غیرقانوني کیندنې، د تړونونو روڼتیا او له کانونو سره د اړوندو ټولو ستونزو په اړه د یادو صندوقونو له لارې او همداراز د (181) او (0202927192)وړیا شمېرو  په وسیله له موږ سره شریک کړئ.  
د کانونو او پټرولیم وزارت د شکایتونو د اورېدلو مسوولین به ستاسو شکایتونه پرله‌پسې راټولوي او ژر تر ژره یې د وزارت له مشرتابه سره شریکوي. موږ ډاډ درکوو چې ستاسو شکایتونه به د نافذه قوانینو په چوکاټ کې څېړل کېږي او رسېدنه به ورته کېږي.  
هیله لرو ګرانو هېوادوالو خپلې ستونزې او شکایتونه د کانونو په برخه کې په کره، مستند او د حقیقت پر بنسټ له موږ سره شریک کړئ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته