د ټاپي پروژې چارې ۱۴ کیلومټره پرمخ تللي

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۱:۵۱
د ټاپي پروژې چارې ۱۴ کیلومټره پرمخ تللي

د ټاپي ګازو نللیکې چارې دا مهال په هرات ولایت کې په چټکتیا سره روانې دي، چې تر دې دمه یې ۱۴ کیلومټره چارې بشپړې شوي دي.
د یادې پروژې په اوږدو کې د نللیکې د غځولو سربېره ودانیزې چارې هم روانې دي چې د تورغنډۍ ښارګوټي ته نږدې د سیند له پاسه د ۳۳ مټرو په اوږدوالی سره د یو پل د جوړولو چارې پیل شوي دغه راز د تورغنډۍ ښارګوټي سره د اوسېدو د یو کمپ د رغولو کار هم روان دی، چې په جوړولو سره به یې د اوسېدوځای ستونزې هوارې او اسانتیاوې به رامنځته شي.
د سیمې خلک هیله لري او خوښي څرګندوي، چې د پروژې بشپړېدو سره به د انرژۍ کمښت له منځه لاړ شي او د اقتصادي ودې په برخه کې به یو پیاوړی ګام واخیستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۸:۲۹
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ٢٧مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۸:۲۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت او د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د سه شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴/۳/۱۳ نیټه لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او. . .

بېرته خبرونه ته