د پنجشیر له والي سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۵:۱۷
w

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي، مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري او یو شمېر رئیسانو په شمول نن شنبه 20/3/1402 نېټې د پنجشېر له والي ښاغلي حافظ محمد آغا حکیم سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د پنجشیر ولایت د کانونو په سکټور کې د پانګونې پر پراخیتا او د پانګوالو د هڅونې، او د کان کېدنې د قانوني استخراج پروسې په اړه یې د تخینکي ظرفیتونو او د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
په پای کې د پنجشېر والي د کانونو او پټرولیم وزارت د کړنو او رونټیا په برخه کې د وزارت د مشرتابه له هڅو او کوښښ مننه وکړه. او د کانونو او پټرولیم وزارت سره یې د پنجشېر د کانونو د کېندنې او پرمختګ په برخه کې د هر ډول همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته