د پنجشېر ولایت د زمردو شپږمه داوطلبي ترسره شوه

urgent_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۴۳
س

د (131300) امریکايي ډالرو په ارزښت د (2034) قیراطه زمردو داوطلبي د 2/5/1403 نېټې د پنجشېر دوالي د استازي، د کانونو رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندنکو او رسنیو په شتون کې دیاد ولایت د غونډو په تالار کې د داوطلبۍ (بولۍ) له لارې وپلورل شول.

په دغه داوطلبۍ کې د هېواد 100 تنو سوداګرو برخه اخیستې وه، چې د اسلامي امارت ونډه پکې 10 سلنه ده او پاتې 90 سلنه د کان کیندنکو ده چې ټول د پنجشېر ولایت درانه اوسېدونکي دي، د یادونې وړ ده چې د پنجشېر ولایت د زمردو د کانونو د کیندنې په برخه پنځلس زره تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته