د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۵:۴۹
x

دغه غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، رئیسانو او د بېلابېلو برخو استازو په شتون کې نن شنبه د ۳۱/۴/۱۴۰۲ نېټې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په پیل کې رئیسانو او اړوندو مسوولینو د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو په اړه  چې مخکنیو غونډو کې پرېکړې شوې وې معلومات وړاندې کړل. او همدارنګه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحثونه او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غونډې د ګډنوالو له نظریاتو اورېدو وروسته د کارونه په چټکتیا باندې ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې خپلې ځانګړې دندې وسپارلې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته