د کانونو او پټرولیم وزارت د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږي نوي رئیس معرفي کېدل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۸:۳۰
v

مولوي عزت الله شبلي، د وزارت د مقام 1/7/1402 نېټې د (50) شمېرې وړاندیز او د ریاست الوزرا محترم مقام 9/5/1402 نېټې د  (1442) شمېر حکم په اساس د نړیوالو اړیکو او ډونرانو د همغږۍ د رئیس په توګه د چهارشنبې په ورځ د 12/7/1402 نېټې د پلان او پالیسي مرستیال شېخ الحدیث ضیاءالرحمن الاریوبي او یو شمېر رئیسانو له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته ور پېژندل شو.
 د پلان او پالیسۍ مرستیال نوي رئیس ته د مبارکي ویلو تر څنګ یې په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
مولوي عزت الله شبلي د وزارت د محترم مقام د باور د قدردانۍ په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د وزارت د مشرتابه پلاوي سره په همغږۍ او د دغه رياست د کارکوونکو په همکارۍ به ورسپارل شوې چارې په سمه توګه مخته وړي.
د یادولو وړ ده چې نوموړی د دابیاتو او فقه متخصص دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته