د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو او هایدروکاربن (نفت او ګازو) په برخه کې د جامع معلوماتو د ودې او خوندیتوب په موخه منظم الکترونیکي سیستم یا د معلوماتو د مدیریت سیسټم جوړوي.

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۷:۸
ddd

دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د ویډیو کنفرانس له لارې د نړیوال بانک د تطبیق او ملاتړ له کاري ټیم سره د هایدروکاربن (نفت او ګازو) په پروژو او ددې سکټور د پرمختګ په موخه لومړۍ کاري غونډه ترسره کړه.

په پیل کې د نفتو او ګازو د پروژو د مدیریت لپاره په تدارکاتي پروسو بحث ترسره شو او پریکړه وشوه چې د نفتو او ګازو د پروژو د ټولو تدارکاتي پروسو د مخته وړلو په موخه دې مشخص مهالوېش جوړ شي ترڅو مسئولیتونه او مکلفیتونه په سمه توګه واضح او د نفتو او ګازو پروژو په برخه کې پرمختګونه او اساسي تحرک رامنځته شي.

په غونډه کې د پايپ لاین د پروژې د مدیریت لپاره د مدیریتي شرکت د استخدام او لومړیتوبونو سربیره د نفتو او ګازو د سکتور د ظرفیت لوړولو او د مدیریت په اړه هم بحث ترسره شو.

دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل "مونږ به د کانونو او هایدروکاربن په برخه کې د معلوماتو د ودې او خوندیتوب په موخه منظم الکترونیکي سیستم یا د معلوماتو د مدیریت سیستم جوړ کړو ترڅو د معلوماتو طبقه بندۍ او له دې معلوماتو څخه ګټه اخیستنې ته موثره زمینه برابره شي."

دغونډې په پای کې د افغانستان له لوري د استخراجې صنایعو د شفافیت نوښت سازمان یا EITI کې دافغانستان له لوري په پرمختګونو خبرې وشوې؛ تمه ده چې ژر به افغانستان خپل عضویت په یاد سازمان کې له ځنډ څخه وباسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته