د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افچین کمپنۍ له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۵:۲۷
ی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ د 8/7/1402 نېټې د افچین کمپنۍ له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د افچین کمپنۍ رئیس د سرپل ولایت د قشقري، زمرد سای او انګوت سیمو د نفتو او ګازو څا ګانو د کاري پرمختګ او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې پروژې د ټولنیزو خدمتونو د ترسره کېدو په اړه ټینګاروکړ.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې کمپنۍ ستونزې، غوښتنې او نظریات واورېدل، د یادې پروژې د کار د چټکتیا په برخه کې اړوندو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته