د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تېرې ولسي جرګې له وکیل میرویس یاسیني سره ولیدل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د دوشنبې په ورځ 29/7/1402 نېټې د تېرې ولسي جرګې له وکیل میرویس یاسیني سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت، ملي حاکمیت، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې مناسب چاپیریال، په ځانګړې توګه د هېواد په کانونو کې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
