د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ملي پراختیا شرکت له رئیس سره وکتل

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۹:۲۴
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د 16/7/1403 نېټې په خپل کاري دفتر کې د ملي پراختیا شرکت له رئیس عبدالرحمن عطاش سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د بلخاب ډبرو سکرو کان د لاښه مدیریت او کیندنې، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو، لا زیاتې همغږۍ او نورو اړوند موضوعاتو په اړه يې خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ملي پراختیا شرکت رئیس ته ډاډ ورکړ چې د ملي پروژو د پلي کېدو په برخه کې دغه وزارت هر ډول لازمو همکاریو ته چمتو دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته