د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد له اهل هنود پانګوال سره وکتل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۹:۱۲
234

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له یو تن اهل هنود پانګوال چې د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه هېواد ته راستون شوی دی په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې نوموړي د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په اړه چې د اهل هنودو غصب شوي ملکیتونه راګرځوي خو ښي څرګنده کړه، سربېره پر دې یې د افغانستان د کانونو په برخه کې په ځانګړې توګه د سرب، جست، مرمر او ډبرو سکرو کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد دکاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه د هغوی د لېوالتیا هر کلی وکړ ویې ویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټول اهل هنود د نورو وګړو په څېر د هېواد د کانونو او نورو ټولو  شتمنیو کې برابر شریک دي، اهل هنود پانګوال د نورو پانګوالو په څېر کولی شي د اصولو او مقرراتو مطابق د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي، د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لورو د ملي یووالي په اړه ټینګار وکړ د هېواد په ودانولو او ځان بساینې په برخه کې د ټولو هغو افغان پانګوالو چې له هېواد څخه بهر دي را ستنېدل یې اړین وبلل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته