د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې له سفیر سره وکتل

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۷:۴۷
sss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې له سفیر ښاغلي پیري مایوډون سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې د پایداره او اعتماد وړ حقوقي چارجوب او د حقوقي ظرفیتونو د ارتقاء په برخه کې د همکاریو سربېره، د کانونو له سکتور سره د اروپایي اتحادیې د مرستو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ وویل: موږ د کانونو د سکتور په حقوقي چارچوب کې د اصلاحاتو په راوستلو سره په پروسو کې اسانتیاوې رامنځته کوو، ترڅو په سکتور کې د پانګونې فرصتونه ایجاد شي او شفافیت، سرعت او لازم تحرک تامین شي.

د اروپایي اتحادیې سفیر ښاغلي پیري مایوډون د افغانستان د کانونو له سکتور سره د همکاریو د ژمنې ترڅنګ د اصلاحاتو لپاره د وزارت د نویو برنامو هرکلی وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته