د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو لپاره د جاپان هېواد ماسټري بورسونو د یولسم پړاو ازموینه واخیستل شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۲:۳۳
ff

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه چاپان هېواد ماستري بورسونو ته د دې وزارت کارکونکو څخه ازموینه، د چهارشنبې په ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت په تالار کې د یو شمیر کارکونکو په ګډون واخیستل شوه.

د جاپان هېواد یادو بورسونو ته د آزموینې لپاره شاوخوا (۸۴) کارکونکو ګډون کړی ؤ، چې د ارزونې کمیټې له بشپړې کتنې وروسته به (۱۳) تنه هغه ګډونوال چې لوړې نمرې یې اخیستي وي، ور وپیژندل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تیرو کلونو کې هم د دې وزارت یو شمیر کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه بورسونو ته د ورمعرفي کیدو په پار د رقابتي آزموینو له لارې لار موندلي وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته